کور / نوميالي / پاسوال خوږياڼی

پاسوال خوږياڼی

د تخنيک اکاډمۍد پخواني استاذښاغلي پاسوال خوږياڼي لنډه پېژندنه


نوم يې غلام حضرت ، تخلص يې پاسوال اود محمد سرور خان  زوى دى ، چې  پر  ٣١٨ ١  ل کال  د خوږياڼو د کږې په روښان کوټ  کې زيږيدلى ؛ لومړنۍ زده کړې يې د خوږياڼو د کږې په لومړني ښوونځي کې پاى ته رسولي .


په ١٣٣٤ ل کال  يې په حربي ليسه کې زده کړې پيل کړې  او پر  ١٣٣٩ل کال  په حربي پوهنتون کې زده کونکى شو .  په ١٣٤٠ل کال د لوړو زده کړو لپاره چکو سلواکيې ته وليږل شو . له تخنيکي زده کړو وروسته پر ١٣٤٤ل  کال  په   حربي تخنيکي ښوونځي  کې د عالى درجې او ډيپلوم  په لرنه متخصص ښوونکى ومنل شو او بيا په ١٣٤٥ ل کال  کې  يې په  تخنيک اکاډمۍ کې د استاذۍ دنده تر لاسه کړه .ده د خپل خدمت په دوره کې زيات شمېر مډالونه، نغدي مکافات او  نورې جايزې د  ښه خدمت له کبله اخستي  دي .



 پوهاند پاسوال د تخنيک اکاډمۍ لخوا د  ښه خدمت ، د ميړانې  ، د بريالي  او ددا نشورۍ  په لومړي درجه مډالونو وياړل شوى دى. په ١٣٦٨ ل کال کې   د زياتو عسکري څېړنيزو آثارود ليکنې ، ژباړو،  عملي کار  او کدر د وړتيا له مخې  يې د پوهاند علمي درجه تر لاسه کړه. په ٦٨ ١٣ل  کال  کې  له  دندې متقاعد شو او د هجرت شپې  يې په پاکستان او هندکې په پوره مايوسۍ تېرې کړي او اوس په هالند کې  د هجرت شپي تېروي.


د ښاغلي پوهاند استاذ پاسوال  اثار او کتابونه:  د تخنيکي ښوونځي حساب، د وسلو لومړۍ، دوه يمه او درېيمه برخه . د اکاډميکو آثارو تر څنگ يې  د سپين غره وږمه، پرديسه مينه او د جرات چغه شعري او فرهنگي  ټولگې دي  اود هېواد په بېلابېلو ورځپاڼو، جريدو او  اخبارونو( اصلاح، هېواد،زيري ، اردو مجله او تخنيک مجله) کې يې علمي، ادبي او فرهنگي  ليکنې چاپ او خپرې  شوي دي ، خو  ډېرې  نورې ليکنې يې  د تېرو درې لسيزو دکرکې ، جنگ او وحشت  د خپروونکيو په  جنگونو کې  له منځه لاړې دي ، خو اوس  يې د پرديسې مينې ټولگه  بيا  تر لاس لاندې   او چاپ ته تياره  ده.


 دپوهاند پاسوال خوږياڼي د شعر بېلگې :


د گلو پسرلى دى


د گلــــــو پسرلى دى اميــــلو سره راځه


بهـــــــار په گلو راغى اميدو سره راځه


هر  ځاى کې خوشحالي ده سره گلان په غوړيدو دي           محفل دى د يـــــارانـــو بلبلان سر په نغمـــو دي


د کال نـــــــوى مـــــوسم دې  وي د ټـــــــــــــولو مبــارک          غليم مو خوار اوزار شـــه چې په تاسو کوي ټک


بهــــــار مــــــــو نيک مرغي شه افتــونه  دې وي ليرې          مدام دې خوشحالي وي کـــړاوونه دي وي ليرې


وحـــدت مو تل نصيب شــــــه د وطن پـــــه پرگنو کې          بهار مو سل کلـــن شـــه د ژوندون په محفلو کې


ښـــــادي دې تل مــــــــدام وي د جهـــــان په ملتو کـې          ټوپک پـــــــه ځاى گلونه ربه! راکړې په لاسو کې


خوښي مو مدام غواړم ترانو سره راځه


بهـــــــار په گلو راغى اميدو سره راځه


بهـــار به  ډېر ځل راشي د شيبې په څير تيـــــــريږي          وحدت چې ژوند کې نه وي لښته لښته به ماتيږي


بهـار په ژونـــــــــدانه کې په وحــدت سره مزه کړي         چـــــــې موټى ټول ملت شي غليمان خپل اواره کړي


متل دى د تېر شويو: کــــه زه وايــــم ، چې زه يــــــم         او تــــه وايې ، چې زه يــــم نه به ته وې نــــــه به  زه وم


کـــــــه ته وايې چې تـــه يې؛  نو ته يې  به درته  وايم         هـــــــم  به زه يم هـــــــم به ته يې په رښتيا ووکې دايم  


گلـــــــونه غـــــــوړيدلي چمنــــــــونه زرغون شـــــــوى         ډاگونه شنه ښکاريږي مخ د ځمکې گلگون شوى


بهــــــار د ې کــــايناتو تــــــــه يــــــو نوى روح بخښلى       هــــــر څــــــه تــروتازه دي  زاغ  محفل ځنــــــې وتلى


بهــار کې تغييرات   دې  کايناتو ته بـــدلـــون وي         چـې درد لري  ژوندون کې هر وخت به جگر خون وي


سمسور چې کــــړي ملت ښکليو وږمو سره راځه


بهــــــــــــــار په گلـــــــــــو راغــــــى اميدو سره راځه


بهار کې خپل پرست شه د پردو مفکــــــوره پريده        قـــومونه يو ملت کـــــــړه په زخمونو  پټۍ کيـــده


ظاهر او باطن يو کـــــړه زهـــــــر خورو ته گبين شه         ملــــي فکــــر پيدا کـــــــړه په ملي وحدت مين شه


سني دى کــــه شيعه دى هـــــــــــزاره دى که تاجک        دا ټول دي سره وروڼه کـه پښتون دى که اوزبک


بهـــار په  ښه ښکاريږي نور قومونه دي هم زړونه       بلوچ کــــــــــه پشه يې دى نورستان مې مړوندونه


دې ټولو ته مـــدام دې مبارک دا نــــوى کال   شي         الله  دې رحــــــــم وکړي چـې بهتره زمونږ حال شي


پاسوال  وايي  بهار دى که بهار د ژوند بهار شي        غليـم د افغانانــو به  هر ځاى  کې خوارو زار شي


د مينــــې غېــــږ مــــې خلاصه سروگلو سره راځه


بهـــــار په گلــــــــو راغــــــــى اميــــــــدو سره راځه


 د ښځې مقام ته


 چـــې ښـــــځـــه نــــه اوسي جهـــــــان بــــــه نـــه وي


د دې نشتـــــوالي کــــې انســـــان بـــه نــــــــه وي


ښــــــځــــــې روزلـــــــي اتــــــــــــــــــلان د دنيـــــــــا          د دې لــــــــــه قيضــــــــــــه دا جهـــــــان دى رڼـــــــــــا


دا د سيـــــــــــاست د پيـــــــــدايښـــــــت رڼــــا ده          دا هــــــــــر فاميـــــــل کـــــــې د هــــــــــــر درد دوا ده


د دې مقــــــــــــام تــــــــــــه درنـــــــــاوى کـــوه تــل             خيــال يــــې ساتــــه خدمت يې کړه يــــــــو په ســــل


دا جـــــــــــوړوونکې د ټـــــــــــولنـــــــو ښـــکاري         لويــــــه ځانـــــــگو د قـــــــــدرتـــونـــــو ښـــــــکاري


د کـــــــور څـــــــــراغ دى تــــــل سمـــــون راولي            پــــــه اجتمــــــــاع کــــــې لـــــــوى بدلـــــــون راولي


چـــــې دا پـــــه کـــور کې  وي خفگان به نه وي


د دې نشتــــــوالـــــــي کې انسان بــــه نـه وي


دا نړۍ کې خوشحالي ده دا د هرې خوښې مور ده            دا بـــــاتــــــوره مـــلالۍ ده دا غيرت د کلي کور ده


دې غيــــرت دى زېــــــږولى دا د هر غيرتي مور ده           دا شملــــــه د ابـــــــدالي ده دا د هر بچن غمخور ده


دا ميــــــړوتـــــــه د ژونـــــــدون قــــــــوي امســـــا ده           هـــــــــــر کور د ارتــــــــه ښـــــــه مـــلگـــرې په دنيا ده


د اللــــــــه پـــــــه مخـــــــلــــوقاتو کـــــــې ښـــکلا ده           يـــــو مــــخلـــــوق دى نـــــــــــوراني ټــــــولـــــــه رڼا ده


ښـــه ښوونکې د بچو ده هم ښوونکي دې روزلي           دغـــــه ښکلــــــې   ډېـــره ښکلې مهربانه له هر چا ده


دا دنيا چې ښکلې بريښي دا د دې ټوله ښکلا ده        هر مشکل ته ده سپر شوې دچا خور اود چا مور ده


د چا لــــور ده د چا نــــږور ده د چا ښځه يا وفا ده          دا سپوږمـــــــۍ ده تل ځليږي دا هېنـداره او ځلا ده


د دې پــــــه څېــــــر څـــــــوک مهـــــــربان به نه وي


د دې نشتـــوالـــي کـــــې انســــــــــــــان به نه وي


د گـــــــــــل نــه ښکلــــــې گـــل تــه رنگ ورکـــــوي           د ژونـــــــــد پايښـــــت لــــــره لـــــونـــــــــگ ورکـــــــوي


دا مـــــــــزه د هر طعـــام ده پــه پاکې کې ملايکـه           دا د هـــر محفـــل نبات دى انسانيت له دې نه زده کــه


دا دکورسمبالوونـــکې له هر کوره ځليدونکې             دا رانجه د تـــــورو ستــــــرگو د بچيــــانو مړوونکــې


دا يو هــار دى  ســل هارونه دې ترې جــــــار وي             دا نيک بخته ملالۍ ده تل به  پاتې لوى يادگار وي


دا المــــاس د جواهرو تل رڼا ترې پورتـه کيږي             دا رڼــــــــا ده پـــــــه تيــــــارو کې په لعلونو کې ځليږي


که هر څومره  ووايمه زه پاسوال يې ليکى نه شم          اراده لـــــــري اوچتـــــــــه هيڅ صفت يې کوى نــــه شم


 خواست


خـــــــدايه مونږ ته رانصيب ملـــــــــي تـــړون کړې          دښمنــــان زمــــا د خــــاورې خوار زبون کـــــړې


ځــان ځـــاني او تـــــــــربگني کــــــړې رانـــــه لــرې             هــــــزاره، تاجک،ازبک بيا يـو پښتون کــــړې


هـر پښتون مــې هــــزاره، تاجک، ازبــــک کـړې          پــــه ملــي وحــــدت کې واړه الله کلک کـــــړې


افغانــــــانو تـــــه عــــــطا عالـــــي ژونـــدون کړې


دښمنـــــان زمـــــــا د خـــــاورې خوازبون کــــړې


  د ډالر، کلـــــدار ، روپــــــــۍ مينـــــه ســـړه کړې           ما ديـــــاتو نــــــه خالـــــي زمـــــا سينـــــه کـــــړې


پخـــــوانۍ  مينــــــه وروري مـــــې بيـا تازه کړې             دا بې خـــونده ژونـــــــد زمـونږه پــــه مـــزه کـړې


دا حســــاس خاوند پـــه خپل ملت مفتــون کړې


دښمنــــان زمــــا د خـــــاورې خــــوار زبون کړې


بيــــا کــــوپړۍ زمونــږه  ډکــــې لــــــه دردو کړې            دا ويـــــده مېـــــــړونـــــه پــورته لـــــه خوبـو کړې


زړونــــــه ډک کــــــړې د انســـــــان لـــــــه مـحبتــه          افغــــــانان کــــــړې پــــــه هـــر ځاى کـــــې باعـزته


د پــــردو مينـــــه لــــه زړو زمـــــــونږ بيرون کړې


دښمنـــــان زمـــــا د خــــــاورې خوار زبونه کړې


هــــــر مــــړونــــــد د ملتـــــــــو نو کړې يو موټى           د افغــــــان مــــــلي  وحـــــدت ربــــــه تـــــازه  کړې


چـــــې کښتۍ د ژونـــــدانــــــه يې کړه  را  ماته           د هغـــــوى ژونـــــد کــړې تـــــــالا هر يو کره  کړې


دا وژونـــــکي د انســــان ټــول جگرخون کړې


دښمنـــــان زما د خــــاورې خــــوار زبونه کړې


د يتيمــــــو آه، فــــــرياد کـــــــړې ســـره وروڼه           ظالمـــــــان غټ خېټي خلاص کـړې له ژوندونه


دا پــــــه وينـــــو د انسان چــې مستان گرځي          دې ليــــــوانو خولو کې مات کړې ټول غاښونه


پاکــــه خدايه بيــــا پيدا د قوم مجنون کړې


دښمنـان زمـــا د خـــاورې خــــوا زبون کړې


د?پاسوال? لــويه ارزو ملي وحـــــــدت دى           دا بېــــل شـــــــــوي يو لـــــه بلــــه يـــــو ملــت  دى


دا بــــــې پوهــې مې د پوهې خاوندان کړې          افغانـــــانــــو بانــدې جـــــــــــوړ افغانستان کړې


نــــور افغـــــان ولـس غمونو نه بيرون کړې


دښمنـان زما د خــاورې خــوار زبون کړې