کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هغه څه چې دلوګر له پيښې زده کیدلای شي

هغه څه چې دلوګر له پيښې زده کیدلای شي

                                                                                                                                                  قاری حبیب


تیره ورځ دپلازمینې کابل په ګاونډکې لوګر ولایت دپراخومظاهرو او ولسي احتجاجونو شاهد وه چې دراپورونو له مخې یې  دسر زیان نه درلود مګر دایتلافي قواوو یوبسته  اکمالاتي کتارپه کې داور دخوراک شو دلوګر دمرکز پل عالم او کلنګار دسیمو خلک دامریکایي ځواکونو دهغو عملیاتو له وجې راپاریدلي وه چې تیره شپه یې ددې سیمې دکمال خیلو په کلي کې ترسره کړي وه دولسي خلکو په وینا وړمه شپه امریکایان په دې کلي کې یوه کورته ورننوتل او دکورپه وګړویي ړندې ډزې پيل کړې چې په نتیجه کې یې دهمدې یوې کورنۍ څلورتنه  شهیدان شول او ژوندې پاته یي امریکایانو له ځان سره لاس تړلي په نامعلوم لور ي یووړل ،له دې پیښې وروسته دښوونځیو دزده کوونکو،دوکاندارانواوعامه خلکو په شمول په ګڼ شمیر کې خلک دکابل ګردیز لویې لارې ته راووتل اودامریکایي ځواکونو په اکمالاتي کتاریي بریدوکړ دعیني شاهدانوپه وینا په دې بریدکې په لاره تیریدونکي دامریکایي ځواکونو په ګڼ شمیر کي ټانکرونه  وسوزول شول دغه راز دکابل لاره ترنیمي ورځې پورې بنده وه له سیمې نه ځینې خلکو وویل چې لومړی امریکایانو داولسي خلکو دویرولو لپاره چورلکي او جټ الوتکې سیمې ته راوغوښتې اوپه سیمه یي پروازونه پيل کړل خو دې اقدام په مظاهره کوونکو هیڅ اغیز ونکړ اوپه داسې حال کې یې دامریکایانوټانکروته اورونه واچول چې امریکایي چورلکې يې په سرګرځیدې  دبي بي سي یوه خبریال الیاس وحدت چې ددې مظاهرې په مهال په سیمه کې وه هم داخبره وکړه چې ولسي خلکوپه داسې مهال چپه شویو ټانکرونو ته اورونه اچول او ځینو نورو ترې تیل ایستل چې امریکایي چورلکوپرې خورا ټیټ پروازونه کول ،دپلازمینې کابل په ګاونډکې ددې مهمې پیښې په اړوند بیا هم دزیاتره رسنیو غوندې دکابل درژیم غبرګون  اوتاثرهم  خورا ګونګ اومبهم وه مګر دناټو دځواکونو ویاندوویل چې ولسي خلک په ناحقه مظاهرې کوي کوم خلک چې دوی وژلي اونیولي هغوی دامریکایي ځواکونو په وړاندې په تاوتریخوالي او جګړو کې لاس درلود اوپه دې اړه دوی کر ه  اسناد اوشواهد هم لري .


داخودلوګر دپيښې خبري اړخ وه چې پرون درسته ورځ دزیاترو رسنیو دسرپه ټکو کې وه که راشو له پيښې څخه رازیږیدلو انګیرنوته ویلای شو چې داواقعه اګر که کوچنۍ وه اودافغانستان په یوه وړه سیمه یي اغیز پاته شو مګر ځیني لوی حقائق یي هم رابرسیره کړل چې تردې وړاندې به ښایي دډیرو له سترګو پناه وه .


داچې دلوګر تش لاسی اولس په داسې حال کې امریکایي کتارته اور ورته کوي چې بم غورځونکي الوتکې او وژونکې څرخکې یې په سرغړمبیږي دیوه بي ساری جرأت او جسارت نمایندګي  کوي چې دحال په ژبه په همدې چورلکوکې ناستو ته داورفهموي چې نور مونږ هغې مرحلې ته رسیدلي یوچې  دژوند په بیه به ستاسو په وړاندې خپل نفرت او دمخالفت غږ اوچتوو اوله  دې برحقې لارې مو هیڅ زور ،تزویر اودهشت هم نشي راستنولای په حقیقت کې په دې اقدام سره دلوګر اولس دوژونکو او سخت زړو یرغلګرو هغه  ناترسه ستراتیژي چیلنج کړه چې له دې وړاندې یې ددغه ډول اولسي قیامونوپه وړاندې درلوده هغه چې له دې وړاندې  دکندز اوفراه دقتل عامونو غوندې په نورو ډيرو پوږونکوو واقعاتو باندې انجام شوې وه مګر دپرون سرتاسري  قیام ښایي بهرنیو حرفوي قاتلانوته داورفهمولې وي چې دااور(ولسي قیام )دپرخوالي له اړخه له دې وتلی چې  په بمبارونو او وژنو دې سوړ شي نوځکه ترې امریکایي الوتکې همداسې ډک ججورې ستنې شوې همدااوس دافغانستان په زیاتره سیمو کې ولسي خلک دامریکایي ځواکونو له همدې ډول چپاوونه څخه سرګردانه اوترپوزې رسیدلي که چیرې دهرې سیمې خلک دامریکایانوپه وړاندې همداسې زړور اقدام وکړي او دغه ناغوښتي واکداران دخپل تصمیم او عکس العمل له شدت څخه خبرکړي نوهیڅکله به بیا ددشمن دومره سپین سترګي ونه ویني اونه به یې په نیمه شپه څوک په کور ورواوړي .


دلوګر دپيښې په اړه بله مهمه اومعنی داره خبره دامریکایي ځواکونو دویاندداڅرګندونې وي چې ویي ویل دلوګر خلک برناحقه مظاهرې کوي مونږ چې کوم کسان نیولي او وژلي هغه (تروریستان ؟)دي دغه ښاغلي ته سړی ویلی شي چې سمه ده ستاخبره دي شي نیول شوي اووژل شوي دي ستاپه وینا تروریستان او ستاسو مخالفین وي  مګر داچي بیاهم دومره پراخ ولسي غبرګون راپاروي نو تاسو ترې  پنداو تعلیم ولي نه اخلئ داچې ستاسوپه باور دهمدې یوڅوتنو تروریستانو؟ په وژلو او نیول کیدو باندې دومره سخت ولسي غبرګون راپاریږي  په ډاګه کوي چې ولس څومره ورسره خواخوږی دی اوڅومره پوخ تړاو ورسره لري له دې پيښې باید تاسو زده کړئ چې نور مو هیڅوک نه غواړي دهرافغان جلاجلا زړه درته ډک دی مګر یوازې بهانه درته غواړي  داچې ستاسو(امریکایانو) او داخلي ملګرو په تلفاتو مو یوه ورځ هم کوم چاخوابده نکړه اونه یي لاریون وکړ او دمخالفینوپه تلفاتو بیا داسې سرتاسري پاڅونونه راولاړیږي یو ترلمر روښانه  اوعبرتناک واقعیت دی چې باید دافغانانو د دریځ په معلومولو کې دخپلو دروغجنو سروې ګانو اوټولپوښتنوپه ځای ترې استفاده وکړئ  او ورته په پام سره خپل راتلونکې پلانونه وټاکئ …