کور / تازه خبرونه / کندهار درې پرله پسې چاودني وسوې

کندهار درې پرله پسې چاودني وسوې

د کندهار ولايتي مقامات وايي په دغه ښار کي نن سهار درې پرله پسې چاودني وسوې چي ظاهراً يې هدف پوليس وو.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس په خپل تازه راپور کي وايي چي د دوو پرله پسې چاودنو هدف د کندهار د امنيت آمر اسدالله شيرزاد وو، خو نوموړي ته کوم زيان نه دئ رسېدلئ او په پېښه کي دوه ملکي کسان وژل سوي دي.
يوه عيني شاهد لراوبر ويبپاڼي ته وويل پېښه حضرت جي بابا ته نيژدې د وړيو د فابرېکې سره نيژدې هغه مهال رامنځته سوه چي د پوليسو څو موټران له سيمي څخه تېرېدل.
د کندهار د آمنيت آمر هم دا منلې چي د چاودنو موخه دئ وو، خو وايي پوليسو ته هيڅ زيان نه دئ رسېدلئ.
د امنيت آمر شيرزاد د شينهووا آژانس ته ويلي چي لومړۍ او دوهمه چاودنه يو په بل پسې ډېره لږ فاصله کي د ده پر موټرانو وسوې.
د راپورونو له مخي دريمه چاودنه ميرويس روغتون ته څرمه د پوليسو پر يوه موټر سوې چي د مرګ ژوبلي کره معلومات يې نسته.
په کندهار کي د چاودنو او ترورونو لړۍ په داسي حال کي تېزه سوې چي امريکايي پوځيان په دغه ولايت کي د عملياتو د پيلېدو پلان تر لاس لاندي لري.
تېره مياشت هم په کندهار کي څو پرله پسې چاودني وسوې چي ډېر قربانيان يې د يوه واده د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان وو، طالبانو يې مسئوليت ومانه او هغه چاودني يې د امريکا پيلېدونکو عملياتو ته د دوى ځواب وباله.