کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هند ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او ليكلي، چې نوې دهلي خوشبين دې، چې پدې لنډ سفر كې به هغه غلط فهمۍ، چې د لندن له غونډې وروسته، چې پكې له طالبانو سره د خبرو نړيوال ملاتړ وشو،د اسلام اباد د نفوذ د پراختيا په اړه رامنځ ته شوي لرې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د هيواد د خپلواكۍ د اتل شاه امان اله خان د لمانځنې په موضوع بحث كړې او هغه يى په افغانستان كې د بدلونونو او پرمختګونو د بنسټ ايښودونكي په توګه ياد كړې دې.
په ورځپاڼه كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وخت نه مخكې د وتلو په موضوع هم بحث كړې او پدې اړه شتو انديښنو ته په اشارې ددې كار اغيزې څيړلي دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې هند ته د ولسمشر كرزي سفر ته په اشارې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دا اړيكې د ښې دوستۍ او دوه اړخيز درناوي پر بنسټ ولاړې دي.
ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي، چې د هند او افغانستان ترمنځ دا اړيكې د بل هيڅ هيواد په زيان ندي او افغانستان په سيمه ايزې همكارۍ باور لري.
په ورځپاڼه كې په هيواد كې د سولې لپاره په ورانو هڅو هم بحث شوې او ليكل شوي، چې دا هڅې پراخ ولسي ملاتړ ته اړتيا لري.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا نوي دهلي ته د افغان ولسمشر په سفر پخپل بحث ليكلي، چې ښاغلې كرزې له هند او پاكستان سره پخپلو اړيكو كې د تعادل د ساتلو په هڅه كې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې شته ستونزې د سيمې د هيوادونو زيږنده بللي او پدې ترڅ كې د هند او پاكستان ترمنځ روانو رقابتونو ته اشاره كړې.
ورځپاڼې په دوام كې نوي دهلي ته د ولسمشر كرزي سفر ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې دا سفر به تر كومه د هند او پاكستان په دريځونو كې بدلون راولي او ايا د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيكو كې تعدل رامنځ ته كړاى شي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې روان جنګ ته كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا راتلونكې يى تيته ده او ليكلي، چې دا جنګ له هغه زيات اوږد شو، چې تمه يى كيدله.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بې كارۍ په ستونزې بحث كړې، چې د ليكونكي په وينا ورځ تر بلې زياتيږي.
ورځپاڼې په دوام كې په افغان دولت غږ كړې، كه رښتيا هم له ولس سره خواخوږي لري، نو دا ستونزه دې هواره كړي.
په ورځپاڼه كې د ټاكنو په بهير كې د افغان ميرمنو د ونډې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او پدې ترڅ كې يى د هغه سمينار يادونه كړې، چې په ټاكنو كې ددوى د ونډې د پراخولو لپاره جوړ شوې وو.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا هند ته د ولسمشر كرزي سفر ته په اشارې ليكلي، چې افغانستان له ګاونډيو هيوادونو سره ستراتيژيكې اړيكي لري.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د روان كال د بوديجې په تصويب بحث كړې او پدې ترڅ كې ددې بوديجې د لګولو په اړه د ادارو مسؤليتونه جوت كړي دي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه د يوې نظر پوښتنې پايلې خپرې كړي او ليكلي، چې په سلو كې څلور نوي افغانان له طالبانو سره سوله غواړي.
خو ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په طالبانو دا انتقاد كړې، چې دوى د هيواد پر ځاى تر ډيره د واك د ترلاسه كولو په اړه فكر كوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د تيلو په وارداتو او پدې اړه شتو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې د سرو زرو دا مايع د مافيا په ولكه كې ده.