د امریکا د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چی وړمه ورځ یې په لوګر کی د طالبانو سره په مخامخ جګړه کی دوه پوځیان ووژل سول . دا د هغه ادعا تصدیق دی چی پرون طالبانو کابل ته نږدې د موسهی ولسوالۍ د ( عبدالرؤف کلا ) په سیمه کی د دې تلفاتو خبر ورکړی و . طالبانو په هغه جنګ کی دوه ترجمانان هم وژلي او ډیري وسلې او مهمات یې وړي وو .