پېښور : دمهترلام ادبي ټولنې خپله لومړنۍ اوونيزه غونډه دپېښور بورډ دزيارت تمزي تر څيرمه دپى ايس سى کالج په انګړ کې دواحدالله خاکسار په مشرۍ وکړه په دې مهال دخيرالناس ادارې مشر عاشق الله حقبين ، بهار وزير ، عماد الدين دوران مشران ميلمانه ؤ غونډه دقاري جانباز له خوا دقران عظيم الشان دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت پرانيستل شوه دتيرې غونډې ګزارش نظير الحق قريشي ولوست عبدالوهاب څاروان ددريځ چارې ترسره کړې روئيد همت خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ ، چې دخبرو څخه وروسته معياري وګرځيد په دې مهال محمد عمر باورا زماني له بهرني هېواد څخه دټيلفون په ليکه دمهترلام بابا ادبي ټولنې جوړښت وستايه او دا يې ګټور ګام وګاڼه او دټولنې غړو ته يې مبارکي ورکړه دغونډې په ترڅ کې يو وړانديز هم وشو ، چې دبرخه والو له خوا ومنل شو په وړانديز کې وويل شول ، چې هره اوونۍ به دټولنې يوه غړى په ادبي موضوع خبرې کوي دراتلونکى غونډې دپاره پريکړه وشوه ، چې محسن صديقي به دقافيې په فن لنډې خبرې کوي او بله دا چې راتلونکې غونډې ته به رحمت الله سمسور خپله نثرى ليکنه کره کتنې ته وړاندى کوي په دې غونډه کې نږدې پنځوسو شاعرانو برخه واخيسته او خپل شعرونه يې وړاندې کړل ، چې دځينې نومونه په دې ډول دى حاجى ګل باز شهباز ، الحاج احمد شاه پوپلزى ، رحمت الله سمسور ، محمد اياز شينوارى ، شفيق الله سهر ، سردار شجاع ځاځى ، مولا جان انتظار شينوارى ، تاج محمد وزير ، رحيم الله پکتين ځاځى او تحسين الله تحسين