کور / تازه خبرونه / کندوزيانودمعين مرستيال نه وغوښتيل چې پارلمان ته ودريږي

کندوزيانودمعين مرستيال نه وغوښتيل چې پارلمان ته ودريږي

سلګونو کندوزيانوددغه ولايت دتير دورپه ولسې جرګه کې دخلکو استازې معين مرستيال څخه يوځل بيا وغوښتل چې په راتلوونکيو پارلمانې ټاکنوکې ځان کانديد کړي .
دکندوز په هوټل کې سلګونه تنه دياد ولايت سپين ږيرې اومخورسره راټول شوي وو اوخپل ملاټړيي دمعين مرستيال څخه اعلان کړاوله هغه يي وغوښتل چې خپل خلکوته خدمت وکړي .
ددغه غونډې يوتن برخوال او دکندوز قومې مشر حاجې امان الله اتمانزې دغونډې ګډونوالو ته په خبروکې وويل :چې معين مرستيال دکندوز دخلکوهغه استازې دي چې په تيرو5 کلونوکې يي دزړه له کومې اوداخلاصه ډکه خدمتونه کړې او دوې دا ډول خلکوته اړتيا لرې چې دکندوز دخلکو ستونزوته دحل لاره ولټوې نو دي دي يوڅل دکندوز دخلکوپه استازې توب ځان کانديدکړې .
ددغې غونډې ډيرې ويناوالو خبرې په همدې راڅرخيدې چې معين مرستيال د ياد ولايت دنورواستازو په پرتله دخپل وس نه ډير څه کړي دي .
خو ددغې غونډې وروستې ويناوال نحوې بيا وويل :چې دکندوز اوسنې حالت دکندوز خلکو ته نور دزغم ندې په کندوز کې امنيت نشته ، دغه ولايت پوهنتون نلرې او همدارنګه د دولت په اوسنې کابينه کې يووزير هم نلرې هغه له افغان دولت نه وغوښتل چې کندوز ولايت ته دي دنورو زونونو په څير سهميه اوبرخه ورکړل شي .
دتيردور په ولسې جرګه کې دکندوز دخلکو استازې معين مرستيال بيا په خپلوخبروکې لر اوبر ته وويل : چې نوموړې تراوسه دراتلونکيو پارلمانې ټاکنو لپاره نوم ليکنه ندي کړي بلکه دي کندوز ته ددي لپاره راغلې چې دخپلو خلکوسره خپلې تيرې تجربې شريکې کړي ، اوله خلکو نه يي وغوښتل چې د ولس جرګې ته وړ کسان ور وپيژنې چې ستاسې استازيتوب وکولاې شي ، دارنګه هغه داهم وويل چې دبهرنيانو له لورې خپلسرې عمليات هيڅکله دوي ته دزغم وړ ندي اوهغه دتيرکال دچهاردرې ولسوالې په ملکې وګړو دجرمنې هوايي بريد ته اشاره وکړه اودهغوې په حق کې دعاء وکړه .
ديادونې وړده له هغې وروسته چې دټاکنو خپلواک کميسيون اعلان وکړ تراوسه دکندوز ولايت نه دريشوتنو خپل ځانونه پارلمانې څوکيوته نوماندکړيدي .