دکندوز امنيه قوماندانی خبرورکړچې دخان اباد په ولسوالې کې يي يوتن د7 کيلوګرامه چاوديدونکيوتوکيوسره نيولې دي .
دکندوز امنيه قوماندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې نن خبريالانوته په دغه ولايت کې يوتن نيول شوي کس عبدالرزاق نومې وښوده چې د هغه پروينا 7 کيلوګرامه چاوديدونکې توکې يي دخان اباد ولسوالې ديکه توت له سيمې نه دخان اباد ښار په لورې انتقالول ، چې دپوليسو له لورې ونيول شو ، له هغه سره يوعراده موټرسايکل هم نيول شويدي ، هغه زياته کړه چې دغه کس دخان اباد ولسوالې پوليسو له لورې نيول شويدي .
خو نيول شوې کس بيا ويل دي بی ګناه دي اوموټرسايکل او چاوديدونکې توکې دبل چا وول ، دنيولې شوي کس پروينا کله چې هغوې دسيمې نه فرار وکړ نو پوليسو دي ونيوه .
ولې ددغه ولايت امنيتې چارواکو بيا وايي چې نيول شوي کس نه به پوښتنې ګرويګنې وکړي .