دبدخشان ولايت مقاماتو خبر ورکړ چې تيره شپه د دولت مخالفين په يوه بريد کې دکشف امر محمدحسين ووژل شو اويو پوليس ټپي شو.
عبدالمعروف راسخ دبدخشان والې وياند لراوبر سره پيښه تاييدکړه اوزياته يي کړه چې په پيښه کې يوپوليس سطحې ټپې دي.
خو له بل لورې وسلوالو طالبانو لراوبرته په يوه پيغام کې ويلې: چې تيره شپه قابو لس بجې د بدخشان په وردج ولسوالې کې دکشف په امر محمدحسين بريد شوې چې په پايله کې دهغه په ګډون يوپوليس په کې هم وژل شوي او درې نورټپيان دي.
وردج ولسوالې په بدخشان ولايت کې په دي وروستيوکې دځايي خلکو پروينا نا امنه شويده.