کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي د يوې کورنۍ ٣٠ کسه مړه کړل

ترافيکي پېښي د يوې کورنۍ ٣٠ کسه مړه کړل

د يمن په ختيځ ولايت ماريب کي د يوې ترافيکي پېښي له امله د يوې کورنۍ ٣٠ تنه مړه سوي دي.
چارواکي وايي دې کورنۍ په يوه بس موټر کي سفر کاوه چي د سړک د خرابوالي له امله يې موټر چپه سوئ دئ پورتني کسان پکښي مړه سوي دي.
چارواکي وايي په پېښه کي ٢٤ کسه ځاى پر ځاى مړه سول او شپږو نورو يې په روغتون کي ساه ورکړه، خو يوه نهه کلنه نجلۍ په حيرانوونکې توګه رکه روغه پاته سوې ده.