د ماليزيا د دفاع وزير نن خبريالانو ته وويل چي په نيژدې مياشتو کي به افغانستان ته يو ښه مجهز ګرځنده روغتون ولېږي.
د دفاع وزير ډاکټر احمدزاهد حميدي وويل دغه روغتون به په عاجله عملياتخانه باندي سمبال وي او د افغان پوځيانو پوځيانو دپاره به روغتيايي اسانتياوي برابروي.
د نوموړي په وينا دغه روغتون به له ٨٠ څخه تر ١٠٠ تنو طبي پرسونل ولري او د شپږو څخه تر نهو مياشتو پوري به خپل فعاليت شروع کړي.