کور / تازه خبرونه / طالبان : کابل ته نږدې لس پوځیان ووژل سول

طالبان : کابل ته نږدې لس پوځیان ووژل سول

طالبان خبر ورکوی چی کابل ښار ته نږدې د موسهی ولسوالۍ د « عبدالرؤف کلا » په سیمه کی یې د داخلی او خارجی پوځیانو پر پلې ګزمه ناببره حمله وکړه چی له امله یې لس پوځیان ووژل ( د دوو ترجمانانو په شمول ) او ډیر مهمات یې تر لاسه کړل .
خبر وایی چی طالبانو نن د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د « پیر کوټي » په سیمه کی د داخلی او خارجی پوځیانو پر کاروان سخته حمله وکړه چی په ترڅ کی یې ۲۰ پوځیان ووژل ، یو روغ زرهپوش یې نیولی او د مقتولینو وسلې او نور مهمات یې ورسره وړي او هم یې د سرحدی پولیسو مشر ( قوماندان نورالله ) ژوندی نیولی او ورسره بیولی دی .
خبر زیاتوی چی طالبانو د هلمند ولایت د مارجې د « چورراهی » په سیمه کی نن سهار دوه امریکایی پوځیان چی په یوه کرونده کی پلی روان وو ، په نوني سره وویشتل او ځای پر ځای یې ووژل .
طالبان دا هم وایی چی د زابل ولایت مرکز ( کلات ښار ) تر نږدې د « سپینی غبرګی ) په سیمه کی د رومانیایی پوځیانو یو ټانک په ماین والوزول سو او پکښی سپاره پنځه پوځیان یې ووژل سول . هغوی وروسته د کندهار ـ کابل لویه لاره د ترافیکو په مخ وتړله .
طالبان په لوګر ، ننګرهار ، وردک ، کندهار او بادغیس کی هم د ورته حملو او تلفات اړولو خبر ورکوی .