دکندوز ولايت شاهين فوټبال لوبډلې د درو ولايتونو په دوه ورځنېوسياليو کې لومړې مقام وګاټه .
دسولې جام ترسرليک لاندې د دوه ورځو تورنمټ کې د بدخشان هرات اوکندوز ولايتونو څلورو ځواکمنوفوټبال لوبډلو برخه اخيستې وه چي دکندوز ولايت دشاهين لوبډلې په ګټه تيره ورځ ناوخته پاي ته ورسيده .
دکندوزد ښاروالې په ورزشې اسټډيوم کې ياد تورنمټ د کندوز فوټبال فدراسيون ،ميديوتيک مرکز په هلوځلو ديوناټيډ بانک په مالې لښګت جوړشوي وو چې دياد ولايت دخلکو په شمول دشمال ختييزو ولايتونو زرګونو نندارچيانو په کې ګډون کړي وو.
دتورنمټ په لومړې ورځ وروسته دماسپيښن نه دهرات ولايت انصارې لوبډلې دکندوز دپيروزې لوبډلې سره لوبه پيل کړه چې په پايله کې د هرات انصارې لوبډله دکندوز پيرزوي لوبډلې ته ديوپه مقابل کې بريالې اعلان شوه . وروسته دکندوز شاهين لوبډله دبدخشان ولايت سره مخامخ شوه چې دبدخشان لوبډلې دکندوز دشاهين څخه 3 دصفرپه مقابل کې ماته وخوړه اوشاهين لوبډله بريالې اعلان شوه.
لدي وروسته دکندوز شاهين لوبډله د هرات انصارې لوبډلې سره فاينل ته ووتله چې د څودقيقو په تيريدوسره انصارې لوبډلې دکندوز شاهين لوبډلې ته يوګول ورکړ ، لوبه دنيماېې نه تيريده چی دکندوز شاهين لوبډلې خوړلې ګول جبران کړ، اويوڅونورو دقيقوپه تيريدو سره د کندوز شاهين لوبډلې په چټکې سره وتوانيدله چې په درې ديوپه مقابل کې انصارې لوبډلې ته نااټکل شوي ماته ورکړې اوددغو سياليو اتل وپيژندل شي .
دکندوز شاهين ټيم د دووګولونو وهونکې مسعودقارې زاده خوښ دي چې وکولاې شول چې خپل رقيبي لوبډلې ته دوه ګولونه ورکړې اويوځل بيا دکندوز شاهين وځولوي.
دهرات انصارې لوبډلې لوبغاړې ددي سره چې لوبه يي بايللې وه ولې بيا هم خوښ او ارام ښکارېدل دهرات انصارې لوبډلې مربې محمدجلال ويب پاڼې ته وويل : سره ددي چې دده ټيم لوبه بايللې ده ولې دي او دده ډله بيا هم خوښ دي ځکه دا د دوي لومړې ځل وو چې دي ولايت ته دلوبې لپاره راځې هغه وويل چې مونږه داسې فکر کاوه چې کندوز ولايت به کاملا نا امنه وي ولې دلته عملا وليدل شول چې په زرګونو نندارچيانو زمونږه تماشي کولې اومونږه ته يي لاسونه پړکول اوټول دښاروالې سټډيوم له خلکو اونندارچيانو ډک وو …. . )
هغه دلوبې دبايللو لامل دکندوز شاهين لوبډلې پياوړتيا وښوده.
ددغه سياليو په پاي کې يوشمير ډالې ديوناټيډبانک اوميديوتيک له لورې اتلې لوبډلې اوراغلو لوبډلوته ورکړل شول.
ديادونې وړ ده چې نږدي يوه مياشت وړاندې کندوز دکندهار اوهلمند فوټبال لوبډلو کوربه وو چې دکندوز شاهين ټيم په دغوسياليوکې داتل په توګه وپيژندل شو