کور / تازه خبرونه / کندوزوالې:دمخالفينوديوقوماندان په کډون15نورووژل شول

کندوزوالې:دمخالفينوديوقوماندان په کډون15نورووژل شول

دکندوز ولايت په دشت ارچې ولسوالې کې دوسلوالوطالبانوديوقوماندان په ګډون 15 کسان ووژل شول .
داخبره نن دکندوز والې انجينرمحمدعمر خبريالانوته په يوه خبرې ناسته کې وکړه .
هغه وويل چي تيره شپه دارچې په ولسوالې کې شاوخوا دوه بجې شپې دزيړجومات ترڅنګ دسپيشل فروس ځواکونوپرمټ په دوه بيلا بيلوبريدونوکې کې چې لومړۍ يي چاپه اچولې وه دملاحمزه په ګډون 15 نوروسلوال ووژل شول . هغه ددي ترڅنګ داهم وويل چې په ورته بريد کې څلورملکې وکړي هغوي اسيران کړيدي چې د وزل شويووکسانوسره يي قرابت درلود، عمرزياته کړه چې دتيرودروورځو عملياتو په ترڅ کې لږه ترلږه 32 ددولت ضد مخالفينوته مرګ زوبله اوښتې ده. سربيره پردي هغه زياته کړه چې کندوز ولايت ته سل کسه بهرنې جنګيالې راغلې دي چې ډيرې يي دوزيرستان پورې اړوند دي خوپه دي اړه يي زيات څه ونه ويل .
دارنګه والې وويل چې دهمدغه ولايت چهاردرې ولسوالې په اشخاخ سيمه کې دتيرې ورځې جګړی په لړ کې د طالبانو دمحمداجان سيلاب په ګډون درې نور ولسوال هم وژلي دي . اوخواجه غاراوارچي ترمنځ په جلانښتوکې 5 وسلوال وژل شوي او 8 ټپيان شويدي.
خوطالبانو ويب پاڼې سره په خبروکې داخبره ردکړيده چې ګنې د چهاردرې په اشخاخ سيمه کې د دوي څوک وژل شوي وي.
دارنګه عمر وويل چې په راتلوونکيولسو ورځوکې به دمخالفينو پرضدپراخ عمليات پيل شي او هغوې دسولې خبروته اهميت ورنکړ، اواوس مهال دبغلان ولايت دمخالفينودشتون نه پاک شويدي اوهلته ځاي پرځاي پوستې اچول شويدي .
داپه داسې حال کې ده چي تيره ورځ وسلوالو طالبانو هم په خپل يوپيغام کې لراوبرته دولت او بهرنيو ځواکونو ته دپراخ مرګ زوبلې اړولو ادعاء کوله خو ولې دارچي دپيښې په اړه تراوسه خپل نظرندي څرګندکړي .