کور / تازه خبرونه / ناټو او طالبانو څلور زدکوونکي ووژل

ناټو او طالبانو څلور زدکوونکي ووژل

د افغانستان د پوهني وزارت وايي په خوست ولايت کي د ناټو او طالب جنګياليو تر منځ په نښته کي څلور افغان زدکوونکي وژل سوي دي.
د پوهني وزارت وايي پېښه نن سهار د ګربزو په ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوه، چي د ناټو پوځيانو د جنګياليو سره د متقابلو ډزو پر مهال پر يوه ملکي موټر بې درېغه ډزي وکړې.
د افغانستان د پوهني وزارت وياند آصف ننګ وايي وژل سوي زدکوونکي ټول د يوې کورنۍ غړي وو.
بلي خوا ته د فرانس پريس آژانس د وژل سويو هلکانو د کورنۍ په حواله وايي چي هلکان يو د بل د اکا زامن وو، عمرونه يې د يوه ١٢، د دوو اتلس او يوه دا نونس کاله وو.