د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي پرون د جمعې په ورځ په دوو جلا جلا چاودنو کي درې تنه مړه سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت اعلاميه وايي د فراه ولايت په دلارام ولسوالي کي د ملکي کسانو موټر پر يوه ماين وختئ چي درې تنه پکښي مړه سول. په يوه بله چاودنه کي چي په پکتيکا ولايت کي د يوې ساختماني کمپنۍپر کاروونکو سوې دوه تنه کاريګر پکښي ټپيان سوي دي.