د پاکستان د کرکيټ لوبډلي کيپتان شاهد اپريدي په لاهور کي خبريالانو ته وويل چي د شعيب ملک مېرمني ثانيه ميرزا ته يې د پښتني دود مطابق پوړنى په ډالۍ کي ورکړئ دئ.
شاهد اپريدي وويل ثانيې ته د ډالۍ په ورکولو کي يې د شعيب ملک د فرمايش خيال ونه ساتئ او هغې ته يې د خپلي خوښي سره سم پوړنۍ ور ډالۍ کړ.
ښاغلي اپريدي دا ونه ويل چي شعيب ملک د ډالۍ دپاره د څه شي فرمايش ورکړئ وو.
د پاکستان د کرکيټ لوبډلي پخواني کيپتان شعيب ملک د هندوستان د ټينيس له لوبغاړي ثانيې ميرزا يو ناندريز واده وکړ، چي بسته مياشت يې د هندي او پاکستاني مطبوعاتو په سرټکو کي ځاى درلودئ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه