د کندوز چارواکي وايي په دغه ولايت کي تېره شپه د افغان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٣ طالب جنګيالي وژل سوي دي.
د کندوز د ملي امنيت يوه مامور د شينهووا آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چي په دې عملياتو کي د طالبانو يو مهم قومندان حمزه خان هم وژل سوئ دئ.
د راپور له مخي عمليات برايي د جمعې د ورځي په ماخستن د کندوز په دشت ارچي ولسوالي کي ترسره سوي دي.