نارنج سپړلي دي ګلونه
پسرلۍ راغلې
ټوله فضا د معطره
خوشبویئ خورې دي
زه یې په کومه پوزه بوئی کړم
زما پوزه نیشته
ځکه چه پوزه مې
پخوا رانه پریکړې ده
د خپله لاسه
اوس مې اشنا
راوړې خټه ده
د ډنډ له غاړې
ښکاري چه ماته جوړوي
ترې نه
له سره پوزه
بیا به د سرو پیزوان
په پوزه ګرځوم ناز به کوم
خلق به سیزم ناسته به وم
د یار په غیږ کې
خو! په کومو سترګو؟