کور / شعر / ويشتلی خلګ

ويشتلی خلګ

د ژوندون هيلۍ ئي د زړه پر سر ويشتلی ښکاری
ددا وطن ټوله ژوندی خو لکه مړی ښکاری
ددهشت ډک لاسونه زموږ پر مخ څپيړی وهی
ځکه چه ګوری پر هر لوری مړی مړی ښکاری
بادی نسيم شبنم راوړی خو ګلان مخ تری پټ کړی
د جنګ په اور ئي ټولی پاڼې څيری څيری ښکاری
په تورو شپو کی اوازونه فريادونه خيږی
د ټولو زړونه جدائی کې سوځيدلی ښکارۍ
ستا د وحشت لمبی را سوځی زما دژوند جونګړه
د هری مور ارمان د ګور خاورو خوړلۍ ښکاری
هغه پرون چه ئی واده په ډول درزا را وړلو
نن ئی پر قبر باندی پروت زرغون پړونی ښکاری
يوه معشو م راته په ډکو سترګو وويله
ځوانان خلاص شول د معشوم غاړه کی پړۍ ښکاری
زما وطن رانه پردو ټوله په جنګ و سوځی
ځکه ئی هر وګړی ژوند څه ستړی ستړی ښکاری
ئي ځلبلانده ور ناری کړه ګوندی وائی وری دوی
د اذادی کاروان په لاره کی ورک شوی ښکاری