ستادديدنونوانتظـــــــــــاركړمــــــــــــــــــه
راشه چې خولګۍ مې درنه ځاركــــړمـــه
ته هم څه پښتووكړه څــــــه مه وايــــــــــــــه
تل داميدونو انتظــــــــاركړمــــــــــــــــــــــــه
راشه چې دزړه باغ مې ماليارغـــــــــــواړي
وايي دغنچـــواودګلونوانتظــــــاركړمـــــــه
زه خوهم انسان يمه په زړه كې به ارمان لرم
تانه دارمان دځوابونو انتظـــاركړمــــــــــــــه
بڼ كې مې دزړه يوه غوټۍ په غوړېدوشوله
نشته دى اوبه دبارانونوانتظــــــاركړمــــــــه
ژاړمه،فريادكړمه قرارلره څـــــوك نلــــــــرم
وچې مې كړي سترګې دلاسونوانتظاركړمه
كله به له ځايه شم بې ځآيه چې ورپرېوځم
اوښكه يم (سلګۍ)دګريوانونوانتظاركړمه