طالبان په خپل تازه راپور کی وایی چی تیره شپه یې د لوګر ولایت د ( ازري ) په ولسوالۍ کی په امریکایی پلی عسکرو ناڅاپی حمله وکړه چی له امله یې پنځه امریکایان ووژل .
خبر وایی چی طالبانو نن سهار د کندهار د هوایی ډګر پر ګارنیزیون هم دوه توغندي وویشتل چی له امله یې ځانی او مالی زیانونه واړول چی وروسته به معلوم سی .
خبر زیاتوی چی پرون د پکتیکا ولایت په جانی خیلو ولسوالي کی د امریکایی پوځیانو یو ټانک په ماین والوزول سو چی پکښی سپاره پوځیان یې ووژل سول .
خبر په ارزګان ، کندز ، هلمند ، زابل ، خوست او وردک کی هم د ورته حملو او درنو تلفاتو اړولو اطلاع ورکوی .