د ناټو غړي هيوادونه دې نتيجې ته ورسېدل چي د ٢٠١٠ کال په اوږدو کي افغان امنيتي ځواکونو ته د خپل هيواد نور مسئوليت وسپاري.
د ناټو د ٢٨ غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه چي د استونيا په پلازمېنه تالين کي جوړه سوې د غونډي په پاى کي يې دغه پرېکړه خبريالانو ته اعلان کړه.
د ناټو عمومي منشي راسموسن وويل دا په دې معنى چي افغان پوځيان به کرار کرار د عملياتو مشري پر غاړه واخلي او موږ به يې تر شا ولاړ يو، خو دا په دې معنى نه دئ چي ګني موږ له افغانستان څخه وزو.
ناټو په افغانستان کي څه باندي ٩٠٠٠٠ عسکر لري، چي د اکثرو هيوادونو اتباع يې په افغانستان کي د خپلو پوځيانو له حضور سره مخالفت ښيي او له خپلو حکومتونو غواړي چي له افغانستان څخه پوځيان ور وباسي.