کور / تازه خبرونه / امريکا ته د جاسوسۍ په تور څلور تنه ووژل سول

امريکا ته د جاسوسۍ په تور څلور تنه ووژل سول

په شمالي وزيرستان کي د څلورو ځوانانو مړي موندل سوي چي وايي امريکا ته د جاسوسۍ په تور وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي دغه کسان نن سهار د شمالي وزيرستان په خدي سيمه کي موندل سوي دي. ځايي اوسېدونکي وايي د مړيو سره پر پراته خط ليکلي وو چي د جاسوسانو انجام به د دغو کسانو په شان وي.
وژل سوي کسان ټول د وزيرستان اوسېدونکي دي.