کور / تازه خبرونه / چاودنو ٦٧ تنه مړه، تر ١٠٠ ډېر ټپيان کړل

چاودنو ٦٧ تنه مړه، تر ١٠٠ ډېر ټپيان کړل

د عراق په پلازمېنه بغداد کي يو په بل پسې پنځه چاودني وسوې چي له امله يې ٦٧ تنه مړه سوي او تر ١٠٠ ډېر ټپيان دي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي لومړۍ چاودنه د امريکا د مخالف مشر مقتدا الصدر کور ته نيژدې وسوه، دوهمه په يوه بازار کي او درې نوري چاودني د جمعې د لمانځه پر مهال د يوه مسجد پر شاوخوا وسوې.
دغه چاودني وروسته له هغه کېږي چي د عراق حکومت دوې ورځي دمخه په دغه هيواد کي د القاعده شبکې د دوو مهمو مشرانو د وژلو اعلان وکړ.