کور / تازه خبرونه / په لوګر کی دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

په لوګر کی دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

اسوشیټیډ پریس د ناټو له قوله خبر ورکوی چی وړمه ورځ د لوګر په پل علم ولسوالي کی طالبانو د یو کمین په ترڅ کی پر امریکایی پوځیانو سخته حمله وکړه چی له امله یې دوه امریکایی عسکر ځای پر ځای ووژل او پنځه نور یې زخمیان کړل . دوې ورځی مخکی طالبانو همدا ادعا کړې وه خو نن دا دی د هغوی ادعا ناټو تصدیق کړه .
ناټو زیاتوی چی په دې جګړه کی پنځه طالبان هم له منځه تللی دي ، خو ځایی خلک دا ادعا درواغ بولی او هغوی ټول ملکی خلک بولی او ځکه یې په پل علم کی لویه مظاهره وکړه چی د امریکایانو او کابل حکومت پر خلاف یې د « مړه دې وي » شعارونه ورکول .
په دې سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۴۹ ته ورسېدل .