کور / تازه خبرونه / چارواکي : د ګيزاب ولسوالي له طالبانو ونيول سوه

چارواکي : د ګيزاب ولسوالي له طالبانو ونيول سوه

افغان امنيتي ځواکونه وايي په روزګان ولايت کي يې له طالبانو څخه يوه مهمه ولسوالي نيولې ده.

د کندهار او روزګان د لويي لاري د ساتلو قومندان مطيع الله پوپل وايي د ګيزاب ولسوالي يې د ناټو ځواکونو په همکاري له طالبانو څخه نيولې او دې ولسوالۍ ته د طالبانو ولسوال ملا حکمت يې د څلورو ملګرو سره نيولئ دئ.

د مطيع الله پوپل د دې ادعا په هکله تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.