په کندوزکې د پوليسوتربيوې مرکزڅخه کې لږه ترلږه 139 تنه فارغ شول .
نن په هغه غونډه کې چې دياد ولايت والې انجينر محمد عمر امنيه قوماندان جنرال محمد رزاق يعقوبي اونورو دولتې چارواکوګډون کړې دتيرې 6 اونيو کورس وروسته 139 تنوته دفراغت سندونه ورکړل شول .
په دغو139 تنوکې 12 تنه افسران ،57 تنه ساتن ملان او 78 سرتيېرې وول چې دوي دکابل دده سبزولسوالې او کندوز علې ابادولسوالې نه ياد مرکز ته په بيلابيلو برخوکې زده کړې لپاره پيزندل شوي وو.
دغوپولسوته په جنايي ، ترافيکې پيښومخنيوي دنشه اي توکيو سره مبارزه اووسلوکارونو په برخو کې دکورنيو اوبهرنيو ښوونکيو له لورې د 6 مياشتو لپاره زده کړې ورکړل شوي .
محمد عمر دياد ولايت والې په خپلوخبروکې وويل : پوليسوته نه ښايي ژبنې تعصباتو اوتاوتريخوالې ته لمنه ووهې هغه هليه څرګنده کړه چې دوي به وکولاې شي په راتلونکې کې دکندوز په شمول دهيواد په نورو سيموکې د امنيت دټينګښت لپاره کاروکړي .
دکابل دبګرامې ولسوالې څخه احمدشاه لراوبر ته زياه کړه چې دي له دغو زده کړو دخوښې اظهارکوي ، او اوس يي دپخوا په پرتله ډيرڅه زده کړي دي .
ديادونې وړ ده چې دياد ښوونييز مرکز ټول لګښت دامريکا دمتحده ايالاتونو له خوا ورکړل کيږي .
داپه داسې حال کې ده چې تيره اونۍ هم د 66 تنو په شميرپوليس وروسته له زده کړو نه دفراغت سندونه لاسته راوړل .