کور / تازه خبرونه / بلجيم: د حجاب خلاف قانون پارلمان ته وړاندي کوي

بلجيم: د حجاب خلاف قانون پارلمان ته وړاندي کوي

د بلجيم حکومت وايي په دغه هيواد کي د حجاب خلاف قانون به نن پارلمان ته وړاندي کړي، چي تر تصويب وروسته به يې په دې هيواد کي پر حجاب بنديز ولګېږي.
حکومت وايي د دې قانون له مخي به په بلجيم کي هغسي حجاب په بشپړه توګه بند سي چي ترې لاندي کس نه پېژندل کېږي او که تر تصويب وروسته کومي ښځي دغسي حجاب اغوستئ و له شلو څخه ٢٦ ډالرو پوري به جريمه ورکوي او يا شايد په اووه ورځي بند محکومه سي.
بلي خوا ته د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزى هم غواړي چي په راتلونکې مياشت کي پر حجاب د بنديز قانون پارلمان ته وړاندي کړي.