دخنجانوپه ولسوالې کې د شخصې تربګنې په پايله کې يوه دوه کلنه انجلې ووژل شوه او3 نورټپيان شول .
دخنجانو امنيه قوماندان عتيق الله خان لراوبر ته وويل : چې دغه پيښه تيره ورځ دغوايي يا ثورپه لومړې نيټه دخنجانو دپل جګه په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې دوي غوښتل چې په شپه کې دجګه دپله څخه تير شي .
دهغه په وينا دغه يوه شخصې دښمنې وه چې په ديوې دوه کلنې انجلې دوزل کيدوپه ګډون درې نورټپيان شول په ټپي شويوکسانوکې دوه نارينه اويوه ښځه ده .
دبغلان ولايت مقاماتو ويلې چې ددغې پيښې په اړه پلټنې روانې دي ولې تردي وخته يي څوک ګوتې ته ندې ورغلې .