د سينوا خبري اژانس د خبر له مخي نن چهارشنبه د کندوز ولايت د فاطمه ظهرا د ښوونځۍ ۱۲ ښځينه زده کوونکي، يو ښوونکی او چپړاسي په مرموز ډول سره مسموم کړل سوي دي .
زده کوونکي د درملني دپاره روغتون ته انتقال کړل سوي چي د ډاکټر په وينا شپږ يې تر معالجې وروسته بيرته کور ته رخصت کړي دي .
د پيښي مسووليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ .
تر دې وړاندي هم د هيواد په ګوټ-ګوټ کښي د مسموميت ورته پيښي رامنځته سوي چي د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پکښي ددوی لاس لرل رد کړي وه او دا کار يې د اسلام او افغانيت سره په ټکر کښي بللئ وو .