کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغانانو په وړاندې د ايرانيانو د جنايت يوې نوې بيلګې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د ايران په قزوين كې درې افغانان ژوندې په اور كې سوزول شوي.
ورځپاڼې ددې وحشيانه او بګنوونكي پيښې انځور هم خپور كړې، چې پكې د افغانانو په وړاندې د ايرانيانو د تاوتريخوالي منظر ښودل شوې.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د جرمن ځواكونو په ماموريت او پدې اړه په شتو اختلافاتو بحث كړې او د جرمني د حكومت د يو وياند په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې ددوى د ماموريت بيه خورا ويره ونكې ده.
د ورځپاڼې په وينا ددغه هيواد صدراعظمه به د پنجشنبې په ورځ پدې اړه خپل دريځ څرګند كړي.
د ورځپاڼې سرمقاله په افغانستان كې د چرسو توليد ته ځانګړې شوې او ليكل شوي، چې افغانستان پدې برخه كې هم نړيوال ريكارډ جوړ كړ.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې بيا هم په افغانستان كې د خصوصي امنيتي كمپنيو په فعاليت بحث كړې او ليكلي، چې ددغو كمپنيو او غير مسؤله وسلوالو ډلو شتون يوه ستره انديښنه ده.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره روانو هڅو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د خلكو د بشپړ پيوستون او همكارۍ پرته ددغه هدف ترلاسه كولو امكان نلري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كابينې په تيرې ورځې غونډې بحث كړې، چې پكې د نا امنه او لږ پرمختللو ولايتونو د زده كوونكو د وړتياو د لوړولو لپاره د پوهنې وزارت ته كورسونو جوړولو دنده سپارل شوې.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې د پاكستاني استخباراتو د دوو پخوانيو مشرانو په تښتولو بحث كړې او هغه يى د ملابرادر، منصور داد اله او ملا كبير د خوشې كولو او د طالبانو د ليكو د پياوړې كولو لپاره د اى ايس اى يوه ډرامه بللې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هلمند كې د ترورستي فعاليتونو په تور د نيول شويو اټالوي وګړو په خوشې كولو انتقاد كړې او ليكلي، چې دې كار په خلكو كې زيات شكونه پيدا كړي دي.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې اكثره خلك فكر كوي، چې دا كسان د بهرنيو فشارو په پايله كې خوشې شوي، چې د ډيرو په اند دا د لويديځوالو د ترهګرۍ يوه ښكاره بيلګه بللې ده.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې په روانو پراختيايي پروګرامونو هم بحث شوې او ليكل شوي، چې افغانان د شتو ستونزو د حل لپاره د انډوليزې پراختيا غوښتونكي دي.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل يو مطلب كې په افغانستان كې د بريتانوي ځواكونو په ماموريت بحث كړې او ليكلي، چې په سلو كې اووه اويا بريتانويان په افغانستان كې د خپلو ځواكونو له حضور سره مخالت لري.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې د افغانستان په شتو ستونزو بحث شوې او ليكل شوي، چې ددې ستونزو د حل يوازنۍ لاره اتفاق دې نه افتراق.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په هغو رپورټونو بحث كړې، چې وايي ملا عمر د سولې خبرو ته تيار دې خو د يو شمير افغان كتونكو په حواله يى ليكلي، چې دا ډيره لرې بريښي، چې ملا عمر دې داسې يو وړانديز كړې وې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په كابل كې د ترورستي ډلې د نيولو په موضوع بحث كړې، چې غوښتل يى د ښار په بيلابيلو سيمو كې ډله ايزې حملې وكړي او پدې ترڅ كې د كشفي ارګانونو مسؤليتونه جوت كړي دي.
خو اصلاح بيا د افغانستان په شمال كې د زلزلې او سيلابونو زيانونو ته په اشارې ليكلي، چې د طبعې پيښو په پايله كې د رامنځ ته كيدونكو زيانونو د كمولو لپاره بايد وړ تدابير ونيولې شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم له امريكا سره د سولې خبرو ته د ملاعمر په ليوالتيا بحث كړې او پدې ترڅ كې ليكلي، چې بريتانويان هڅه كوي، طالبان د خپل ځان په ګټه پياوړي كړي.
ورځپاڼې په دوام كې د سولې راروانې جرګې ته په اشارې ملا عمر ته سپارښتنه كړې، چې ښه به دا وې، چې د پرديو پر ځاى ملا عمر له افغان دولت سره خبرو ته كيښنې.
دې ورځپاڼې هم په هلمند كې د نيول شويو اټالوي وګړو په خوشې كولو بحث كړې او ليكلي، چې دا د افغان حكومت په كړنو كې يو نوې ابهام زيږوي.
په ورځپاڼه كې د ناټو د عمومي منشي دا څرګندونې هم راخستل شوې، چې په افغانستان كې اصلي ستونزه طالبان نه بيلكه كمزورې حكومت دې.