کور / شعر / دوهم واده

دوهم واده

که راته وبښي ټول ستوري د لمرو په شانې
او اوبه راکړي دسپوږمۍ د چينو
جامې مې جوړې د حرير او شبنم
شونډو ته رنګ د مرجان
دسترګو تورمې وي ديو زرو شپو
لاس ته باهو د هالې
شور د کونګرو دجنتي سندرو
مخ ته رڼا د نورو د غره ځينې
د غړې هار مې د بوډۍ له ټاله
دغوږ لښتۍ مې د پروين او د زهرې له څوکو
که راته وبښي ادم ټول له غلمانو سره
تندي د جام د کوثري پيالو
بستر مې جوړوي دفردوس
د اووه رنګه وريشم
تلتک د خوب او د نرمۍ له ښاره
بالښت د ناز او لطا فته ځينې
پالنګ مې وي دسرو يا قوتو خرمن
دخونې چت مې دسکندر د آيينو تصوير
پردې د وړانګو او څپو که وي
که راته وبښي محل د تاج محل نه جوړ
د فوارو دتن يې سپينې چينې د الماسي ځلونو
ګلان د دمينې طراوت سمبول
د ونو پاڼې زمرودي خوبونه
لارې يې په لار د سرو او سپينو
چمن چمن واښه يې ښکلي د جانان له خياله
هسک هسک برجونه يې د جنت منارې
اسمان ټټر يې لاجوردي کانونه
زه به دې ټولو باندې څه وکړمه
زه به دې ټولو ته تفسير څنګه شم
د دغو ټولو دګلو حسن به څوک وستا يې
زما د هستۍ زما دښايست بها به څوک وټاکي
زما خاوند زما ميړه زما تفسير دحسن
بيګاه د بل چا په پالنګ ختلى
او ماته نه راګوري
ځکه هغه
دوهم واده کړى دى