کور / تازه خبرونه / ناټو : په کابل کی چاودني زموږ یو عسکر وواژه

ناټو : په کابل کی چاودني زموږ یو عسکر وواژه

ناټو خبر ورکوي چي نن د کابل په ختیځ کي د افغان اردو په یوه اډه کي چاودني یو بهرنی پوځي ووژﺉ او څو نور یې زخمیان کړل .

خو طالبانو اعلان وکړ چي موږ نن په خواجه رواش کي د یوې فدایي حملې په ترڅ کښي یوولس بهرني پوځیان ووژل او ګڼ شمیر مو هم زخمیان کړل .

د یو بل خبر له مخي چي د امریکا ( مونرو نیوز ) ورکړ ، ویل کیږي چي دوې ورځي مخکي یو امریکایي عسکر په افغانستان کي وژل سوئ خو نور تفصیل یې نه دئ ورکړئ چي هغه چیري او څنګه ووژل سو .

په دې سره د ناټو عمومي تلفات ۱۷۳۲ ته ورسېدل چي ۱۰۴۵ یې امریکایان دي .