کور / تازه خبرونه / هلمند: اېټالوي ډاکټران خوشي سول

هلمند: اېټالوي ډاکټران خوشي سول

د هلمند څخه ورکړل سوي خبرونه وايي هغه درې اېټالوي ډاکټران خوشي سوي دي چي څو ورځي دمخه د والي ګلاب منګل د قتل په تور نيول سوي وو.
چارواکي وايي تر استخباراتي معلوماتو او له بنديانو څخه تر تحقيقاتو وروسته معلومه سوه چي نيول سوي ډاکټران بېګناه دي.
د اېټاليا حکومت او په کابل کي د ايمرجنسي روغتون د هلمند د چارواکو دغه تورونه له مخکي لا رد کړي وو چي ګني د دوى ډاکټرانو د والي د ترور په پلان کي لاس درلودئ.
د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون درې ډاکټران له خپلو شپږو افغان کارکوونکو سره دوې اونۍ دمخه په دې تور ونيول سول چي د پاکستان د کوټي له ښار څخه يې د هلمند د والي ګلاب منګل د قتل پلان راوړى او غواړي هغه روغتون ته تر ورتګ وروسته ووژني.
د هلمند چارواکو ويل له ايمرجنسي روغتون څخه يې د ځانمګرو صدرۍ، ګرنيټان او څو ميله وسله هم نيولې ده چي دوى لومړى غوښتل په ښار کي ځانمرګى وکړي، وروسته چي والي د ټپيانو د ليدني دپاره روغتون ته ورسي هغه ووژني.