اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی برایی د شپې پر یوه بجه د افغانستان په شمال کی د ریکټر د ۵٫۳ درجو په مقیاس زلزله وسوه او په سمنګان کی یې اووه کسه ووژل او دیرش نور یې هم زخمیان کړل . دا زلزله په کابل کی هم محسوس سوه خو تلفات یې نه دي پیښ کړي .
خبر زیاتوی چی د سمنګان په درو ولسوالیو کی ضایعات رامنځته سوي ، یعنی څه باندی ۳۰۰ کورونه یې نړولي یا زیانمن کړي او په لسګونو څاروی له منځه تللي دي . ښایی وروسته تلفات او ضایعات نور هم ډیر سی .