کور / تازه خبرونه / بغلان: د ٢٧ طالبانو د وژلو ادعا وسوه

بغلان: د ٢٧ طالبانو د وژلو ادعا وسوه

د بغلان ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي د پرون راهيسي د پيل سويو عملياتو له امله ٢٧ طالبان وژل سوي او ١٢ نور سخت ټپيان سوي دي.
د بغلان ولايتي مقامات همدا راز خبر ورکوي چي د ملګرو ملتونو د تښتول سويو څلورو کارکوونکو د لټون په خاطر يې عمليات پيل کړي دي او هغه سيمه چي دوى پر شکمن دي کلابنده کړې يې ده او کور په کور يې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د موندلو دپاره تلاښي شروع کړې ده.
بلي خوا ته په دغه ولايت کي تېره شپه د بارانونو او سېلاب له امله د څو کليو سل کورنۍ بېځايه سوي دي، خو چا ته ځاني تلفات نه دي رسېدلي.