لکه چه خوب په شوګیرو راشی
یا پسرلې په لیونو راشی
لکه چه څوک په تمنا د ګلو
سحر په څوکو د ازغو راشی
لکه ناڅاپه د خزان بادونه
چه م په غرونو او درو راشی
لکه یو تړمه غوند اوښکه د یار
چه ی رخسار ته د لیمو راشی
لکه فرهاد ته چه خبر په ماښام
د شیرینئ دمړی کیدو راشی
لکه مجنون چه په جنون کی ډوب شی
وخت د لیلا چه د راتلو راشی
ملګرو دا م وی حالت کله چه
یاد د وطن په تورو شپو راشی