دا زړه مې څـــه ســـاده دی هــــــوسونـــه رانــــه غــــــواړي
د سوي باغ له[ غـــنـــو ] سره ګلـــــونــه رانــه غـــــــواړي
زه په دا ارمان يــم چې په خــــوب کې مې ليـــدلي وای
په ويښه يې [ پښې خرې دي ] تېر وختونه رانه غواړي
چې خيال مې د ږمنځ شوي غوړ اوربل کــتـو ته تم کړي
ښکاري زړه مې له څڼو جـــوړ دامــــــونه رانه غــــــواړي
زه وايــمه کاش مــــا د اينې پــه [ پـــړک ] لــمس کـــړيې وای
[ رينګن ] زړه مې د سپينی خولې خوندونه رانه غواړي
په ريــنــګــــه مــــــرور وايي نيواک له مېنی جــــګ کړم
په لېچو [ څـــکوليو ](۱) يې خــــوبـــونــه رانه غـــــــــــواړي
د هــغــو ښکليو تــلـــليو چې آيــنــې يې نـــــور نـه ويني
د شــنــاخــتــو لـه [ لېچيو ] (۲) ديـــدنــــونــه رانه غـــواړي
حـَــشـــر خـامــوشـــــه کـــــړي ژبــغــړانــده جــــرائتــونــــه
جــــرګــــو ته د قـــبـــرونــو پـيـــــــــــامونه رانه غــــــــواړي
د يــوې مــېــنــی پـــه لار ه د لــــــــــــوېــدلــيــو مـــينـانــــو
پــه هــېـرو زيـارتـونـو طـــوافـــــــــونــه رانــه غـــــــــــواړي
چې لار به د مکې وه په ســــکرؤټو کې يې [ مــنــډ ] کــړ
د اور پــه دانـــــــن لاره هــغــه پــــلونه رانــه غـــــــــــواړي
د مــېــنــی ايــجـــادګــر ســاتــنــدويــان بې وســــه ويـنـي
تــــوږه شي غـورځي پــرځي دريځــــونه رانــه غــواړي
زه چې ددې لـــوی غـم [ څـنـډَلي ](۳) ته غــلــَی کېــنـمه
بس [ رنډ] شي اندېښنوته تــــــدبــيــرونه رانه غــواړي
زړه وايي «ياران » دې دوی وران کـړی کــور راجوړ کړي
« يــــــاران » مې بالکانات او خليجونه رانه غـــــــــواړي
ويني چې مکار مــل مې خــنــجــر دی د دوښمن په لاس
دغــله مـــله د جـــــفـــاوو بــدَلـــــونــه رانـــه غــــــــــــواړي
دا خپلی [ بشکیِ ] ښې دي لندَبل چې شي د[ پياڅې ]مو
پـردۍ [ زومنیِ ] په پور کې خـــپلــواکـــونه رانه غواړي
فِـتـنـې[ وَپــار ]راوړیَ شيـطـانــان يې بَــيــپــاران دي
د دواړو ګاونـډتـوب سخـت اِحتياطونه رانه غواړي
پـــرون مو په څـــــو واره غــــلط کړیَ په نــن پـــــــام کړئ
په تـېـر پــســـې افـسوس بيــــا قـيـمـتـونـه رانه غــــواړي
اوس چې زه سِــتـــم نــور د مــــالــت لــه نــرخــه وايستم
[ ناغـَس ] ګوتیِ کړي موټیَ ټينګ ګورَزونه رانه غواړي
زه دې لــېــوني تـه سـپـېـلـنـي سپــانـــدیِ درمـــل لــيکم
کـوډګـر زړه مې نـَوښت ته تـَــعـويـــذونــه رانــه غـــواړي
زه چې بــيـا پـه اوښـکو زخمي للمیِ د ګـرېــوان مـيـنـځـم
عـــاصـي زړه لـمـبـېــدوتــه دريـابـــــونــه رانــه غــــــــــواړي
کــه سر په ميخانه کې غواړي غــــم په غــــړپ غلط کي
شوخ زړه په خــُــم [ برېـژنه] (۴) شي ډک جامونه رانه غواړي
زمـا د سر او زړه شخړو د چــارو سکښت را[ رَټ ]کــــړ
زوړ سر مې مـصـلِحت زړه تــــــــکلونه رانه غــــــــــــواړي
که ګــډ جوَس ته را کړې سيخه لاره لويــه خـــــــدايـــه (ج)
پــه دا مــزلــه بــه دواړه تــــوفـيـقـــونـــه رانــه غــــــــــواړي
دازوړتــقـــدير درسـتـون کړه چې وېـشـلی ځـان مې يو کم
ټـــوټـې ټـــوټـې زړګی مې پـيــونــدونـــه رانــه غــــــــواړي
پــه هـيلو هـيلو تېــر شـــول ټيټی سترګی ډېـــر عـُــــمـــرونـــــه
سـتـــــړيــــا پـه دا مـعـمـول کې بــدلـــونــونه رانه غـــــــواړي
غـَمـاز تـــه انـتِـــــظـــار چې بــــه مې مـيـنـه راســـتـــنـه کــړي
وژونــکـی[ شول ](۵) اِغمـاز دی انـجـــامــونـه رانه غــواړي
هــــمــاغـــه ، چې يې مــېــنـه راپــيــمـــال کــــړه لـــــره بــــــره ،
راغــــلي تــــــصــــاحـُب تــه ســـنــــدونـــــه رانــه غـــــــــواړي
نيـوليې مې پـه ســـوال خـــــدايــه (ج) لـــمــنــه بــرکــت تـــــه
بـيېـل کــړي يـــو کـېـدو تـه خوَځښتونه رانـــه غـــواړي
غـــاصِب خـــو تـــــه وهې ربـــه (ج) پـه مـــا يې وواهـــــــه نــــــو!
افــــغـان زړه مې د خــپــل لاس ګــوزارونـه رانـه غــــــــواړي
ويالتوب مې هجران تت کړ [ نامېغ ] زړه مې لا تازه دی
د هــــری بـــــــلا مـخـــتــه قــيـــامــونه رانه غـــــــــــــــــــواړي
ويينی :
(۱)= څه که ول يو
(۲)= لې چـــــه يو
(۳)= څـــــن ډه لي
(۴)= ب رې ژ نه (وروسۍ پرته ناڅرګنده(هـ ) لنډ کیَ زورکیَ (ن) ته ورکوي، لکه په شنه واښه کې )
(۵)= په [شول] کې (و) اوږد ( و) دی، لکه په ټول او کهول کې .