د برتانيې د سنډې ټايمز ورځپاڼه د برتانيې د حکومت په حواله خبر ورکوي، چي د طالبان مشر ملامحمدعمر خبرو ته حاضر دئ، خو په دې شرط چي خبري به مخلصانه يا د زړه له اخلاصه وي.
د سنډې ټايمز راپور وايي برتانوي استخباراتي ادارې ته د کوټي د شورا د دوو غړيو له خوا ويل سوي چي ملامحمدعمر له بيا واکمنۍ سره علاقه نه لري، خو درې شرطه يې د خبرو دپاره ايښي دي. لومړى دا چي شرعي نظام به حاکمېږي، دوهم به ټول بهرنيان له افغانستان څخه وزي او د دوى ژوند به خوندي کېږي.
سنډې ټايمز وايي د کوټي د شورا يوه غړي چي ځانته د ملاعبدالرشيد مستعار نوم کاروي ويلي چي که د طالبانو پورتني شرطونه ومنل سي، هغوى خبرو ته حاضر دي، خو بهرنيان به هرو مرو له افغانستان څخه وزي.