د خيبرپښتونخوا په کوهاټ کي يوې زوروري چاودني پنځه کسان مړه او تر ٣٠ ډېر ټپيان کړل.
پوليس وايي دغه چاودنه د کوهاټ ښار صدر يا مرکزي تاڼې ته نيژدې ترسره سوې چي نهه پوليس يې هم ټپيان کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي پرون هم په دغه ښار کي د دوو پرله پسې چاودنو له امله ٣٨ تنه مړه سوي وو او د څلوېښتو په شاوخوا کي ټپيان سوي وو.
پرونۍ چاودنه د اورکزى ايجنسي له عملياتو څخه د بېځايه سويو خلګو کمپ ته نيژدې د راجسټر په څانګه کي سوې وه، چي ټول قربانيان يې بېځايه سوي ولسي وګړي وو.