د هالنډ نظامي چارواکو د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي ومنله چي تېره ورځ يې د روزګان ولايت د جوز په سيمه کي دوه سرتيري وژل سوي او يو بل ژوبل سوی دی ،خو قاري يوسف احمدي بيا لراوبر ته دټيلفون پر کرښه وويل چي په پرونۍ پېښه کي د هالنډيانو يو ټانک او پکښي ناست څلور هالنډي عسکر او يو افغان ژباړن ټول له منځه تللي دي. قاري يوسف وايي چي هالنډيانو تر دې پېښي وروسته پر عامو خلکو ډزي وکړې او دوه کسان يې ژوبل کړل .
د هالنډ دفاع وزارت لخوا د خپرو سوو معلوماتو له مخي دوروستيو ۲ وژل سوو پوځيانو ( ۲۳کلن مارک هردرس) او ( ۲۹ کلن يرون هاوه لينګ) سره د ټولو وژل سوو هالنډيانو شمېر ۲۳ ته ورسېد .