د ننګرهار ولايتي مقامات وايي په مرکز جلال آباد ښار کي د چاودني له امله نهه تنه ټپيان سوي دي.
په ټپيان کي درې ملکي ماشومان او څو تنه د ملي امنيت کارکوونکي ساتونکي شامل دي. د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي چاودنه د ريموټ کنټرول په ذريعه ترسره سوې چي موخه يې د ملي امنيت د کارکوونکو يو موټر وو.