د ۲۰۱۰ م کال د اپريل ۱۵ مه
پـه پـاريـس کــي د لــومـونــډ مــرکــزي دفـتـر
لومونډ، Le Monde چي د «نړۍ» معنی ورکوي په فرانسه کي د فرانسوي ژبي خوارا مشهوره ور ځپاڼه ده چي هر مازيګر په پاريس کي خپريږي . دغه ورځپاڼه نن د نړی د وتلو او بامعتبره ورځپاڼو په کتار کي حسابيږي .
لومونډ دد وهمي نړۍ والي جګړې په جريان کي درست هغه وخت چي المان د پاریس څخه د خپلو پوځونو په ایستلو پیل وکړ، د جنرال شارل دوګول په غوښتنه، د هوبرټ بوو مري Hubert Beuve- Mery لخوا چي د فرانسې يو وتلی شخصيت او د حقوق پوهني استاد وو په کال ۱۹۴۴ د ډسامبر په ۱۹ مه تاسیس سوه . جنرال شارل دوګول د هوبرټ څخه توقع درلودله چي نوموړی به دداسي يوې باکيفيته ورځپاڼي مسؤليت په غاړه واخلي چي د فرانسې فرهنګي او سياسي ارزښتونه پکښې منعکس سي . پخپله هوبرت هم لا د پخوا څخه دداسي يوې خپروني خيال په سر کي درلود چي وکولای سي په ډيپلو ماټيکو محافلو کي او اصلاٌ د نړۍ والو اړيکو و ټولو مينه والو ته په سياسي او اقتصادي عرصه کي د يوې خپروني د لاري ژوري څېړني وړاندي کړي . هغه چي په ۱۹۰۲ کي زېږدلی و، پخپله د شلمي پېړۍ د زياتو فجايعو د را مينځته کېدو شاهد وو، و داسي يوې خپروني ته لېواله وو چي واقعيتونه پکښې و څېړل سي . دغه ورځپاڼه د جګړې تر پايه پوري د جنرال دوګول « د فرانسې د ږغ » په نامه پېژندل کېدله او خپلو خپرونو ته يې دوام ورکاوه .
د څو کلو په اوږدو کي د لومونډ ورځپاڼه د داسي کسانو د پام وړ وګرڅېدله چي د واقعي او خپلواکه اطلاعاتو او شننو په لټه کي ول او د نړۍ والو اړيکو په هکله يې د يوې با اتباره مرجع په توګه په لومونډ کي پلټنه پسې کوله . د غي ورځپاڼي په هغه وخت کي د هوبرټ لوری پر مخ بياوه چي د مستعمراتو سره يې د خبرو پر ضرورت باندي تاکيد درلود او د ددواړو بلاکو په مقابل کي يې د خپل استقلال څخه ساتنه کوله .
لومونډ خپل شهرت او دکاميابۍ راز د همدې لايقه او زحمتکښه بنسټ ايښونکي بوو مري هوبرټ په قوي درايت او ځغاستو کي تر لاسه کړ چي و يې کولای سوای و لومونډ ته ملي او نړۍ واله وجهه ورکړي او په زرهاوو لوستونکي و هغه ته را جلب کړي . هوبرټ د خپل زکاوت او پوهي پر بنسټ داسي تلاښ وکړ چي د واقعيتونو په خپرولو سره ولومونډ ته بې طرفه جهت ورکړي او په خپلواکه توګه د هغه اداره په لاس کي واخلي . نوموړي تر خپل مرګه پوري ( ۱۹۶۹) و همدې رويې ته دوام ورکړ . که څه هم لومونډ ته زياتره د يوې کيڼ اړخي ورځپاڼي په سترګه کتل کېده او خپروني يې په همدې موضع کي ارزيابي کېدلې ،خو هيڅکله يې د ميانه روي چلند پرې نښود او ويې کولای سوه د يوې متعادلي او مينځپالي ورځپاڼي په توګه و پېژندل سي . ددې ورځپاڼي زياتره منتقدان په دې باور وه چي دغه ورځپاڼه د جمهور رئيس ژاک شيراک د رياست په وخت کي تل د هغه ضد لوری درلود .
لومونډ د خپلي بې طرفۍ ، روښاني کړنلاري او د ژورناليزم د اصولو څخه سمه استفاده ددې باعث سوه چي ورځ په ورځ يې لوستونکي زيات سي .د هوبرټ د مرګ نه وروسته، لومونډ همداسي وخپلي مشې ته دوام ورکړ او په کال ۱۹۷۰ کي ددغي خپروني شمېره و يونيم لک نسخو ته ورسيده چي فرانسوي او غير فرانسوي ژبي لوستونکي يې په خپل غېږ کي را نيولي وه .
لکه د نورو غربي هيوادو په څير په فرانسه کي هم د لويو رسنيو مالکيت د څو صنعتي او مالي ډلو په ولکه کي دئ .د هغې جملې نه دوې تسليحاتي ډلي لکه آرنو لاګارډر چي په فرانسه کي د زياتو خپرونو مالک دئ خو په عين حال کي پخپله د لاګارډ په نامه د وسلو جوړولو د يوه لوی شرکت رئيس هم دئ ، او يا لکه د داسو په نامه په فرانسه کي يوه عظيمه د جنګي جټ طيارو د جوړولو صنعتي مجتمع (Avions Marcel Dassault) چي د فرانسې او په نړۍ واله کچه د لوی ميليارډر سرژ داسو (Serge Dassault) يې مالک دئ او د هاشت HATCHETTE د ګروپ مالکيت يې هم په اختيار کي دئ چي په فرانسه کي د لي فيګارو او ل اکسپرس په ګډون په لسهاوه نوري ورځپاڼي او مجلې خپروي .
د لومونډ ورځپاڼه بيا په فرانسه کي د فرانسې د ترټولو لويي مطبوعاتي مجتمع محصوله ده چي دلاوي لوموند د مجتمع (Groupe La Vie-Le Monde ) په نامه ياديږي . البته د يادوني وړ ده چې د لومونډ ورځپاڼه ،د لومونډ ډيپلو ماټيک د مشهوري مياشتنۍ خپروني سره (Le Monde Diplomatique) سره چي و نړۍ والي ډيپلوماسۍ او د نړۍ و تحليلي خبرو ته ځانګړې سوېده ، فرق لري . که څه هم يو وختي د لومونډ ضميمه وه ، خو اوس دهغه څخه بېله ا و خپل ځانته ځانګړي او مستقله اداره او د تحريريه هيئت غړي لري، ولي د لومونډ د ورځپاڼي مطبوعاتي ډله ددغي مياشتنۍ خپروني د ملکيت په سلو کې ۵۱ اسهام د ځان کړي دي پاتې په سلو ۴۹ کي يې په لوستونکو او چلونکو پوري اړه لري . ويل کيږي چي دغه دوهمه ځانګړتيايې نه يوازي په فرانسه کي بلکه په ټوله نړۍ کي بې ساري ګڼل سوېده چي د ورځپاڼي دغه وجهه د سیاسي، رسانه ای او مالي قدرتو څخه د هغې د استقلاليت ضمانت کوي .
دلومونډ ورځپاڼي ته دهغې د ژورناليستي هڅو او ميتوډ له رويه و هغې ته د يوه اکاډميک سازمان حيثيت ورکول سوی دئ او دا په دې خاطر چي په هغه کي زياتره خبريالان نه يوازي داچي د ورځپاڼي رسمي مامورين دي بلکه ددې شرکت د ملکيت سهم لرونکي هم دي او کولای سي چي د لوړو ردو د اجرايئوي مديرانو په ټاکنو او پريکړو کي ګډون وکړي .
په کال ۱۹۸۱ کال کي لومونډ د فرانسې په انتخاباتو کي د سوشياليسټ فرانسواميټران څخه ملاتړ وکړ او دليل يې داوو چي هغوی په دې عقيده وه چي په يوه لنډ وخت کي دحکومتي چارواکو بدلېدل د هيواد په ګټه تماميږي ،تردې چي دا حکومتونه د يوې اوږدې مودې لپاره واکمن وي . د نيويار ک ټايمز غوندي نورو مشهوره ورځپاڼو نه بغير ، په لومونډ کي داسي باور موجود وو ، چي تردې چي زياتره وخت د خبرو و انعکاس ته وقف سي نو په عوض کې ضرور ده چي د خبرو او پيښو و تحليلي او تجزيوي اړخو ته هم بايد زياته پاملرنه وسي . ددې ورځپاڼي ليکوالان د ورځپاڼي د اصلي تګلاري په وجه آزاد دي او کولای سي هرڅه چي غواړي هغه وليکي، په همدې خاطر ده چي لومونډ د خپلو مخاطبينو احساسات را پاروي او په دې توګه يې زيات ليکوالان ځانته را جلب کړي دي .
اساسًا دغه ورځپاڼه زياتره د روشنفکرانواو تحصيل يافته ګانو په قشر آباد ده او د هغوی ملاتړ د ځانه سره لري ، خو دا کار ددې سبب ندی سوی چي ورځپاڼه دي خپل نور مخاطبان د لاسه ورکړي . و تيوريکي او فکري مباحثو ته پاملرنه ددې خپروني د اهمو نکاتو څخه ده . د لومونډ مطبوعاتي ډله چي دم درحاله د لومونډ ډيپلو ماټيک مهالنۍ هم خپروي او تيوريک بحثونه او د نيوليبراليزم او نورو سياسي او ټولنيزو مضروپديدو پرضد خپروني لري دغه معتبره خپروني د نړۍ په هره ګوښه کي د روشنفکرانو او د نظر د خاوندانو لخوا مطالعه کيږي .
اوسمهال دغه مازيګرنۍ ورځپاڼه په ۲۸ مخونو کي هره ورځ په څه کم څلورلکه نسخو کي خپريږي او په ۱۲۰ هيوادو کي خپل لوستونکي لري . لومونډ نوري خپروني هم لري لکه د Le Monde 2 چي د هفتې په آخرو کي خپريږي او يا تعليمي لوموند (Le Monde de l’éducation) هغوی هم ځانته خپل مستقل د تحريريه هيئت غړي لري . دلوموند د ورځپاڼي پاڼي په متن کي د بېلا بيلو هنري او ادبي مطالبو څخه نيولې بيا تر ورزش او سياست پوري مغزن مواد لري خو و زياتو فرانسويانو ته بيا د لومونډ سياسي اړخ او ټولنيزه برخي زيات جذابيت لري .
د کال ۱۹۹۵ د ډسمبر د ۱۹ مي را پدې خوا د لومونډ ورځپاڼه د انټرنيټي شبکې لخوا هم په ليکه سوېده چي په فرانسوي ژبه د ورځي تودې پيښي او خبرونه د خپلو لوستونکو او ليدونکو په واک کي ايږدي .
په دې نيژدې تيرو کلو کي د لاوي – لوموند د فرانسې دغه د مطبوعاتو لويه مجتمع د سخت مالي بحرانه سره مخامخ سوه چي د لوموند د مدیر د ګوښه کېدو باعث و ګرځېده . په فرانسه کي د هغه مطبوعاتو د تيراژ رقم چي د مأخذ حيثيت ورکول کيږي مخ پر کښته خوا روان دئ . په هغه وخت کي ډيرو روښان فکره فرانسويانو د لومونډ د بحران د ايسته کېدو په خاطر دا هيله څرګنده کړه چي دغه ورځپاڼه چي د فرانسې د ټولني په فکري ژوند کي بنيادي نقش اداء کوي د هغه ښکاريانو د ګزنده څخه په امانه سي چي په خزه کي ورته ناست دي . البته د نړۍ په کچه زياتي ورځپاڼي او نوري چاپي خپروني د زياتو و جوهاتو په خاطر دمالي بحرانو سره مخامخ کيږي او يو په بل پسې تړل کيږي او يا دا چي د لويو سرمايه داران په ولکه کي لويږي . خو لومونډ دداسي بحرانو سره ډغري وهلي دي او خپلو خپرونو ته يې د خپلو لوستونکو او مينه والو په مرسته دوام ورکړی دئ .
څه ناڅه دوه کاله مخکي چي د افغانستان د لانجې په هکله په پاريس کي يو نړۍ وال کنفرانس جوړېدئ، د لومونډ ورځپاڼي د افغانستان په هکله داسي کښلي وه چي : د افغانستان بحران يوازي يوه کورنۍ لانجه نه ده بلکه په دې هيواد کي يوه سيمه ائزه جګړه او حتی يوه نړۍ واله جګړه روانه ده . په افغانستان کي د بهرنيو هيوادو د ۷۰ زرو نه زياتو پوځيانو شتون ، و ليري او نيژدې دولتو او د القاعده غوندي د څو ملتيزو سخت دريزو شبکوته يې د لاسوهنو زمينه برابره کړېده . لومونډ همدارنګه ليکلي وه چي ، د افغانستان د ستونزو يو اساسي علت داهم دئ چي دغه هيواد د دريو مهمو سيمو په موښلولو کي يو محوري نقش لري . دغه سيمي لکه مينځني ختيځ، مرکزي آسيا او د هند دشبه قارې جنوبي سيمي ،چي تل د لويو جنجالو ځای وو. حتی تر دې دمخه هم افغانستان ددغه شاني محوري نقش په درلودلو سره د تزاري روسيې او د انګليس د امپرياليزم تر مينځ د لويو جګړو ميدان وو .
مأخذونه : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي منابع ؛
http://en.wikipedia.org/wiki/Le_Monde
http://www.lemonde.fr
http://mondediplo.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/Serge_Dassault
http://www.globaljournalist.org/stories/2000/07/01/hubert-beuve-mery-france/
۱ سريزه ،۲ هندو ،۳ فرانس پريس ، ۴ الاهرام ، ۵ رويټر ،۶ APاسوشيېټډ پريس ، ۷ ايتارتاس ، ۸ يونايټډ پريس انټرنېشنل ، ۹ بي بي سي ، ۱۰ شينهوا ، ۱۱ واشنګټن پوست ، ۱۲ نيويارک ټايمز ، ۱۳ وال سټريټ ژورنال ، ۱۴ سي اين اين ، ۱۵ شپيګل ، ۱۶ لومونډ ،