واشنګټن پوسټ او رویټر په خپلو راپورونو کی لیکی چی د کندهار د نننۍ بمی حملې له امله اووه بهرنیان وژل سوي چی ګومان کیږی برتانوي امنیتی کسان به وی . خو یو امنیتی افسر ورته وویل چی لږ تر لږه شپږ کسان وژل سوي چی درې یې خارجیان دي . خبر زیاتوی چی شل کسان هم زخمیان دي چی بهرنیان هم پکښی شامل دي .