د کندهار په ښار کي د ماين چاودني شپږ تنه ټپيان کړل چي د ډاکټرانو له خوا د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ بلل سوئ دئ.
د کندهار امنيتي مقامات وايي دغه چاودنه نن ناوخته هرات دروازې ته څېرمه د نورجهان هوټل مخته رامنځته سوې ده.
د عيني شاهدانو په وينا بم د هوټل په پارکينګ کي ځاى پر ځاى سوئ وو، چي شاوخوا دکانونو او ولاړو موټرانو ته يې دروند تاوان رسولى دئ.