پر اېران د اټومي پروګرام څخه د لاس د نه اخيستو په صورت کي پر دغه هيواد د نويو بنديزونو د لګولو غونډه پاى ته ورسېده.
په دې غونډه کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر پنځو دايمي غړيو، امريکا، برتانيې، چين، فرانسې او روسيې سربېره د جرمني هيواد هم ګډون کړئ وو.
په غونډه کي د چين استازي وويل د بنديزونو پر ځاى به لومړى د سفارتي اړيکو له لاري دا موضوع حل کړو، که نه کېده پر اېران به نور بنديزونو ولګېږي.
د روسيې استازي وويل د روان کال د اګست په مياشت کي روسيه له اېران سره د يوه قرارداد له مخي په بوشهر کي د اټومي انرژۍ د پراختيا يوه بټۍ پرانيزي چي دا کوم خطرناک پروګرام نه دئ.
بلي خوا ته د امريکا استازي وويل د دوى د راپورونو له مخي به اېران سږکال خپل يورانيم د اټومي وسلې دپاره اماده کړي او په راتلونکو درو، څلورو يا پنځو کلونو کي به دغه هيواد اټوم ترلاسه کړي، چي بايد ژر يې مخنيوى وسي.
د چين استازي د امريکا د استازي په جواب کي وويل چي په دې هکله به په راتلونکې غونډه کي بحث وسي، چي بالاخره دغه غونډه بې نتيجې پاى ته ورسېده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه