امریکایی خبری شبکه ( پرو پبلیکا ) د کانګریس د تحقیقاتی څانګی په حواله خبر ورکوی چی په افغانستان کی د امریکایی ملکی قراردادیانو تلفات په شدت سره د ډیرېدو په حال کی دي ، دا ځکه چی د هغوی شمیر اوس هلته تر پوځیانو ډیر سوی دی . خبر وایی چی د ۲۰۰۱ راهیسی په افغانستان کی ۲۸۹ ملکی قراردادیان وژل سوي چی د دې څخه ۱۰۰ یې صرف په تیرو شپږو میاشتو کی له منځه تللي دي . پنتاګون په افغانستان کی ۱۰۷۲۹۲ ملکی قراردادیان ګومارلي دي حال دا چی د پوځیانو تعداد یې تر اوسه ۷۸۰۰۰ ته رسیږی . راپور زیاتوی چی د پوځیانو تلفات اعلانیږی خو د قراردادیانو تلفات نه اعلانیږی او هغوی په خاموشۍ کی د دې دنیا څخه رخصتیږی .