دګلاب ګل سري پاڼي چې رپيږي
هغه دم راته ستاسرې شنډوۍ ياديږي
تورې غټۍ غټۍ سترګې نرګسي وي
دمسکا نه ډکې شنډۍ مې ياديږي
خداې درکړې ښه صورت اوښه ښايست ده
ستا کړۍ کړۍ زلفان مې په زړه وريږي
زه به څه صفت کوم د ګلو څانګۍ
ياښايسته يې ياخوماته ښه ښکاريږې
چې د زړه خونه مې تا لره در کړی
بل څوک کله مې په زړه هم نه ځايږي
حسين خيل وايي ښکلي ډير دي په دونياکې
ستا يادونه مې په زړه کې ډيروريږي