کور / شعر / مه تښتوه

مه تښتوه

زما له شونډو خندا مه تښتوه
له اننګو مې ښکلا مه تښتوه
کتاب قلم زما دګوتوزيور
له ما املا او انشا مه تښتوه
دومره پوهيږم دامې حق ده ګوره
حق مې په زور ته له ما مه تښتوه
ته خودعلم په لارځې تر جنت
بيا له هم دا وړيا مه تښتوه
ګل که ښايست لري په خپلو پاڼو
خو ترې دپرخې ځلا مه تښتوه
سبا به ته راته اشنا وايې څه
دسر پوړنى مې بيا مه تښتوه